د ملګرو ملتونو سرمنشي: نتونیو ګوټرېش بشري حقونه په نړۍ کې له جدي ګواښ سره مخ دي
بریانیوز( پنجشنبه، ٧ حوت ١٤٠٤)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په یوه تازه خبرداري کې ویلي چې په نړۍ کې بشري حقونه په ښکاره ډول تر پښو لاندې کېږي او ګڼ هېوادونه د اساسي ازادیو، عدالت او انساني کرامت درناوی نه کوي. هغه ټینګار کړی چې دا وضعیت د نړیوال نظم او د بشري ارزښتونو بنسټونه له جدي خطر سره مخ کوي
انتونیو ګوټرېش په خپل بیان کې چې په ټولنیزه رسنۍ «اکس» کې خپور شوی، وویل چې ځینې هېوادونه نړیوال قوانین یوازې د خپلې سیاسي اجنډا د مخنیوي وسیله ګڼي، نه د عدالت او انساني کرامت د ساتنې چوکاټ. د هغه په وینا، د انسانانو کړاوونه، بېوسۍ او درد اوس د سیاسي معاملاتو او فشارونو د وسلې په توګه کارول کېږي، او لوی قدرتونه هم په دې بهیر کې ښکېل دي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، کمزوري او زیانمن ولسونه به تر ټولو ډېر زیان وویني او نړیوال نظم به نوره هم کمزوری شي
سرمنشي د نوې ټکنالوژۍ او پرمختلليو وسیلو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه، په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا د ناسمې کارونې په اړه. هغه وویل چې ځینې حکومتونه او بنسټونه د دې ځواکمنې ټکنالوژۍ له لارې د اساسي بشري حقونو محدودولو هڅه کوي، چې دا کار د ازادۍ، محرمیت او انساني کرامت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي
انتونیو ګوټرېش له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د بشري حقونو د ساتنې لپاره په ګډه او همغږۍ عملي ګامونه پورته کړي. هغه ټینګار وکړ چې یوازې د سیاسي ارادې، عدالت غوښتنې او نړیوالې همکارۍ له لارې کولای شو د بشري حقونو ارزښت خوندي وساتو، عدالت ژوندی وساتو او د انساني کرامت بنسټ ټینګ وساتو
هغه همداراز خبرداری ورکړ چې د نړیوالو قوانینو او اصولو له پامه غورځول نه یوازې د کمزورو ټولنو د حقونو د نقض لامل کېږي، بلکې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د کړکېچونو د پراختیا سبب هم ګرځي. انتونیو ګوټرېش څرګنده کړه چې اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دا دی چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ګډه ستراتېژي جوړه کړي او د بېعدالته کړنو مخنیوی وکړي، څو د نړۍ خلک د تاوتریخوالي، ظلم او بېعدالتي له خطرونو خوندي پاتې شي