نيويارک – د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه
نيويارک – د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه
بریانیوز(جمعه ، ۸ حوت ١٤٠٤)
نيويارک – د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې غوښتنه کړې چې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي
نوموړي په یوه رسمي خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې ټول اختلافونه او شخړې باید د خبرو اترو، تفاهم او سیاسي لارو له لارې حل شي. هغه ویلي چې د زور کارول او پوځي لارې چارې نه شي کولای تلپاتې سوله رامنځته کړي، بلکې د خبرو مېز او ډیپلوماټیکې هلې ځلې د ستونزو د حل یوازینۍ اغېزمنه لاره ده
سرمنشي همدارنګه یادونه کړې چې ټولې خواوې باید خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې، څو بېګناه خلک د روانو نښتو قرباني نه شي
هغه د ځینو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو ته په اشارې سره ویلي چې د کړکېچ د کمولو او باور جوړونې لپاره دا هڅې ارزښتناک رول لري. نوموړي ټینګار کړی چې باید دا سیاسي او ډیپلوماټیک بهیرونه دوام ومومي، څو شخړې د سولهییزو لارو هوارې شي او سیمه بېرته د ثبات پر لور ولاړه شي
سیاسي شنونکي باور لري که دواړه لوري له زغم او تدبیر څخه کار وانخلي، نو سیمه به له لا جدي امنیتي او بشري ستونزو سره مخ شي. ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ټولو خواوو غوښتي چې د سولې، ثبات او متقابل درناوي لاره خپله کړي