اسلاماباد – د پاکستان د دفاع وزیر: د اسلاماباد زغم پای ته رسېدلی، د هر ډول دښمنانه اقدام پر وړاندې به سخت ځواب ورکړل شي
اسلاماباد – د پاکستان د دفاع وزیر: د اسلاماباد زغم پای ته رسېدلی، د هر ډول دښمنانه اقدام پر وړاندې به سخت ځواب ورکړل شي
بریانیوز(جمعه ، ۸ حوت ١٤٠٤)
اسلاماباد – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې د اسلاماباد زغم د هغو څه پر وړاندې چې نوموړي یې د افغان طالبانو له لوري دښمنان کړنې بللې، پای ته رسېدلی دی. هغه خبرداری ورکړی چې که دا لړۍ روانه پاتې شي، د پاکستان وسلهوال ځواکونه به کلک او پرېکنده غبرګون وښيي
نوموړي په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته تمه دا وه چې طالبان به په افغانستان کې د کورني امن، ثبات او سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړي، خو د هغه په وینا افغانستان د بېلابېلو وسلهوالو ډلو د راټولېدو پر ځای بدل شوی او له همدې خاورې امنیتي ګواښونه راپورته کېږي
د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار کړی چې اسلاماباد په تېرو کلونو کې هڅه کړې وه چې له کابل سره خپلې اړیکې د خبرو اترو، مستقیمو اړیکو او د دوستانه هېوادونو د منځګړیتوب له لارې عادي وساتي. هغه ویلي چې د اختلافونو د حل لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هلې ځلې ترسره شوې، خو دغو هڅو تر اوسه د پام وړ پایله نه ده لرلې
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان حکومت د خپلې خاورې، خلکو او ملي امنیت ساتنه خپله اساسي دنده ګڼي او که له افغان خاورې د ګواښونو لړۍ ونه درېږي، نو اړین او مناسب اقدامات به ترسره شي
سیاسي څارونکي باور لري چې دغه څرګندونې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ترینګلتیا څرګندونه کوي او که د باور جوړونې هڅې پیاوړې نه شي، ښایي سیمه له نوو امنیتي ننګونو سره مخ شي