په ننګرهار کې د پولې پر اوږدو درنې نښتې؛ د تاوتريخوالي کړۍ نوره هم تنګېږي
بریانیوز(جمعه ، ۸ حوت ١٤٠٤)
ننګرهار – د طالبانو د درې سوه يو پلي لوا د توپچي قطعې د ډي دېرش ډوله درنو توپونو په وسيله د کرښې پر اوږدو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او مورچلو بريدونه پيل کړي دي. ويل کېږي چې دا عمليات د تېرې شپې د هغو هوايي بمباريو په غبرګون کې ترسره کېږي چې د کابل، کندهار او پکتيا پر بېلابېلو سيمو شوې وې
د سيمه ييزو سرچينو په وينا، د توپخانې ډزې په منظم او پرلهپسې ډول روانې دي او ټاکل شوي هدفونه تر کلکې څارنې لاندې نيول شوي دي. د طالبانو پوځي مسوولينو ويلي چې عمليات له مخکې جوړ شوي پلان سره سم مخته ځي او موخه يې د هغو بريدونو او ګواښونو مخنيوی دی چې د پاکستان د دفاع وزير له څرګندونو وروسته زيات شوي دي
تر دې مخکې ځايي سرچينو خبر ورکړی و چې په تورخم سيمه کې پاکستاني ځواکونو پر ملکي ځايونو د هاوان مرمۍ ويشتلې دي. د راپورونو له مخې، په عمري کمپ کې د بېځايه شويو کورنيو څو خېمې په نښه شوې، خو ويل کېږي چې ياد کمپ له مخکې تخليه شوی و او د ځاني زيان راپور نه دی ورکړل شوی
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش د وضعيت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو يې غوښتي چې نړيوال بشري اصول مراعت کړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړيتوب ورکړي او د زغم او خبرو اترو لار خپله کړي
څارونکي خبرداری ورکوي چې که د درنو وسلو کارول دوام ومومي، نو د پولې دواړو غاړو ته به امنيتي او بشري حالت لا پسې پېچلی شي او ملکي وګړي به تر ټولو ستر زيان وويني