په دوحه کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې د طالبانو او پاکستان د نښتو له زیاتېدو وروسته افغانستان پرېږدي
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو او هوايي بریدونو له زیاتېدو وروسته، په دوحه کې د امریکا سفارت چې د افغانستان اړوند قونسلګرۍ چارې پر مخ وړي، له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره افغانستان پرېږدي.
بریانیوز( جمعه، ٨ حوت ١٤٠٤)
سفارت د جمعې په ورځ، د حوت په ۸مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې امریکايي اتباع دې د پاکستان له پولې سره نږدې سیمو ته له تګه ډډه وکړي. په اعلامیه کې راغلي، که مستقیمې الوتنې شتون ونه لري، نو اتباع دې د ځمکنيو لارو له لارې د اوزبیکستان او تاجیکستان له پولو څخه ووځي.
سفارت همداراز خبرداری ورکړی چې د ایران له لارې د وتلو هڅه خطرناکه ده او سپارښتنه نه کېږي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د ناارامیو، جرمونو، ترهګرۍ، خپلسري نیونو، تښتونو او د روغتیايي اسانتیاوو د محدودیتونو له امله افغانستان لا هم یو لوړ خطر لرونکی هېواد بلل کېږي.»
دا خبرداری داسې مهال خپرېږي چې تېره شپه پاکستان، د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو وروسته، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کابل، کندهار او پکتیکا ځینې برخې بمبار کړې وې.
همداراز نن د پکتیا او خوست ولایتونو کې د طالبانو پوځي اډې د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د وضعیت د لا خرابېدو او احتمالي تاوتریخوالي د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، او نړیوالې ادارې د خپلو وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي.