news اخبار فوری
clock

مالیزیا وایي د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی اړین دی

مالیزیا وایي د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی اړین دی

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی اړین دی.

بریانیوز( جمعه، ٨ حوت ١٤٠٤)

نوموړي، له دواړو لورو د زغم او خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

ابراهیم د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي چې د پاکستان قانوني امنیتي اندېښنې باید په پام کې ونیول شي، خو همدارنګه د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی هم اړین دی. نوموړي زیاته کړه چې دا دواړه اصول یو له بل سره په ټکر کې نه دي، بلکې یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.

انور ابراهیم وویل چې د دې ګاونډیو مسلمان هېوادونو ترمنځ د سرحدي پوځي عملیاتو او د ښکاره جګړې اعلانونه د ملکي تلفاتو رامنځته کیدل د سختې خواشینۍ وړ دي او په ځانګړې توګه یې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د تاوتریخوالي دوام ډېر دردناک وباله.

د مالیزیا لومړي وزیر د دواړو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې سمدستي ټول پوځي عملیات ودروي او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د خبرو مېز ته کښېني، څو د سیمې سولې او ثبات ته لاره هواره شي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto