د ايران په بريدونو کې په اماراتو کې ځينې افغان وګړي زيانمن شوي
بریانیوز:(سه شنبه،۱۲حوت۱۴۰۴)
چې د ايران له لوري د متحده عربي امارات پر ځينو سيمو ترسره شويو بريدونو کې ځينې افغان وګړي هم زيانمن شوي دي
د راپورونو له مخې، دغه بريدونه د وروستيو سيمه ييزو کړکېچونو په لړ کې ترسره شوي، چې ورسره د اماراتو په ځينو ښاري سيمو کې مرګژوبله او مالي تاوانونه اوښتي دي. ويل کېږي، چې د زيانمنو شويو کسانو ترمنځ د بېلابېلو هېوادونو اتباع شامل دي، چې پکې يو شمېر افغانان هم ياد شوي دي
تر اوسه د اماراتو او ايران چارواکو د دې ادعاوو په اړه بشپړ جزييات نه دي خپاره کړي، خو ځينو سرچينو ويلي، چې روغتيايي او بېړني خدماتي ډلې سمدستي د پېښو سيمو ته رسېدلې او ټپيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي
په اماراتو کې زرګونه افغان وګړي د کار، سوداګرۍ او زدهکړو په موخه مېشت دي. شنونکي وايي، هر ډول پوځي کړکېچ چې سيمه ييز بڼه خپله کړي، د مېشتو بهرنيو وګړو لپاره جدي اندېښنې راولاړوي
د سياسي چارو کارپوهان ټينګار کوي، چې د تاوتريخوالي پراخېدل به د سيمې اقتصادي او امنيتي ثبات له خطر سره مخ کړي او ښايي د منځني ختيځ د هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم ترينګلې کړي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1409
-
اخبار افغانستان
431
-
مقاله
115
-
Uncategorized
26
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl