واشنګټن - ټرمپ لومړی ځل افشا کړ: د ايران پر ضد پرېکړه مې شخصي احساساتو هم اغېزمنه کړه
بریانیوز( پنجشنبه، ١۴ حوت ١٤٠٤)
واشنګټن –د متحده ايالات ولسمشر، د لومړي ځل لپاره څرګنده کړې چې د ايران پر ضد د پوځي بريد پرېکړه يوازې سياسي او ستراتيژيکه نه وه، بلکې شخصي احساساتو او باورونو هم پکې رول درلود ټرمپ ويلي، د ايران لخوا د امريکايي ګټو او ځواکونو پر وړاندې تکراري ګواښونه د هغه پر فکر او پرېکړه ژور اغېز کړی و. نوموړي ټينګار کړی چې د بريد پرېکړه يې د ملي امنيت، سلا مشورو او پوځي سپارښتنو له ارزونې وروسته کړې، خو شخصي دريځ او احساس هم د دې پرېکړې برخه وه هغه زياته کړې چې د ولسمشر په توګه د هېواد د خلکو د خونديتوب او ملي وقار ساتل اړين دي، او کله چې يو هېواد د امريکا پر ګټو فشار راوړي، نو لازم دي چې قاطع غبرګون وښودل شي دغه څرګندونې د ايران او امريکا ترمنځ روان تاوتريخوالی په نړيواله کچه بېرته په بحثونو راوستی دی. شنونکي وايي، د ټرمپ اعتراف ښيي چې د لوړ پوړو پوځي پرېکړو په شېبو کې شخصي احساسات او باورونه هم اغېزناک تمامېدای شي بلخوا، د امريکا ځينو سياسي څېرو ويلي چې د داسې مهمو عملياتو پرېکړې بايد يوازې د ملي ګټو او قانوني چوکاټ پر بنسټ وشي، نه د شخصي انګيزو له مخې. خو د سپينې ماڼۍ نږدې سرچينې ټينګار کوي چې ټرمپ هدف د هېواد د امنيت ټينګول و او هر اقدام يې د قانوني صلاحيتونو په چوکاټ کې شوی دی دغه تازه څرګندونې د نړيوالو او سيمه ييزو څارونکو لپاره نوې پوښتنې راولاړوي: ايا د رهبر شخصي باورونه کولای شي د نړيوالو ستراتېژيو په حساسو شېبو کې پرېکنده رول ولوبوي، که نه سياسي او ملي محاسبه تل لومړيتوب لري؟
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?