مسکو – روسیه: د اختلافاتو حل باید د خبرو له لارې وي، نه د جګړو له لارې
بریانیوز( پنجشنبه، ١۴ حوت ١٤٠٤)
د روسیې چارواکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې شخړې ته په کتو سره اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اختلافات باید د ډیپلوماتیکو او خبرو اترو له لارې حل شي او هیڅکله د وسلهوالو کړنو له لارې د ستونزو د حل هڅه نه ده مناسبه د روسیې چارواکو ټینګار کړی، چې د شخړو دوام نه یوازې د سیمهییزو هیوادونو امنیت ته زیان رسوي، بلکې په ځانګړي توګه د عام ولس او بېګناه خلکو ژوند ته هم خطر پېښوي. هغوی د دواړو لورو څخه غوښتي چې پر اوربند او د خبرو مېز ته راشي ترڅو د تاوتریخوالي مخه ونیول شي سربیره پر دې، روسي چارواکو د ماشومانو، ښځو او ملکیانو د ساتنې لپاره د نړیوالو قوانینو د مراعت کولو غوښتنه کړې او یادونه یې کړې چې وسلهوال کړنې د هېڅ ستونزې حل نه شي کولی کارپوهان وايي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې شخړې د سیمې په ثبات منفي اغېزې لري او که په ډیپلوماتیکه توګه ونه حل شي، ښايي اوږدمهاله کړکېچونه رامنځته کړي روسي چارواکي هیله من دي چې دواړه خواوې د خبرو اترو له لارې ستونزې هوارې کړي او سیمهییز امنیت ته ژمن پاتې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1425
-
اخبار افغانستان
435
-
مقاله
115
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl