news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: په درې میاشتو کې تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له ایران څخه په جبري ډول ایستل شوي

ملګري ملتونه: په درې میاشتو کې تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له ایران څخه په جبري ډول ایستل شوي

ملګري ملتونه: په درې میاشتو کې تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له ایران څخه په جبري ډول ایستل شوي

بریانیوز:(جمعه،۱۴حمل۱۴۰۵)

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له او ايران څخه تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال په جبري ډول ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي

راپور څرګندوي چې په دې موده کې د ټولو راستنېدونکو افغانانو شاوخوا ۷۹ سلنه کسان په زور ایستل شوي، چې دا د جبري ستنېدنې لوړه کچه ښيي او د بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي

د معلوماتو له مخې، د ایستل شویو کسانو لویه برخه، چې نږدې ۵۲ سلنه جوړوي، ښځې او ماشومان دي. ویل کېږي چې دغه کسان اوس مهال په افغانستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي او سرپناه، خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو بشري مرستو ته عاجله اړتیا لري

د راپور له مخې، ډېری ستانه شوي کسان د سرحدي سیمو له لارې هېواد ته داخل شوي او د لنډمهالو کمپونو او موقتي استوګنځایونو سره مخ دي، چې پکې د اساسي اسانتیاوو کمښت لیدل کېږي. بشري بنسټونه وایي، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو د دغو کورنیو ستونزې به لا زیاتې شي

د کډوالو اړوند ادارو ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي، څو د راستنېدونکو خلکو لپاره د ژوند لومړني شرایط برابر شي او د بشري بحران د لا ژورېدو مخه ونیول شي

شنونکي باور لري چې د جبري ایستلو دوام کولی شي د افغانستان دننه پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور فشارونه هم زیات کړي او د بې‌ځایه کېدنې نوې څپې رامنځته کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto