د ناروې د کډوالو شورا خبرداری: د پولې په سیمو کې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ له سخت بشري بحران سره مخ دي
د ناروې د کډوالو شورا خبرداری: د پولې په سیمو کې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ له سخت بشري بحران سره مخ دي
بریانیوز:(جمعه،۱۴حمل۱۴۰۵)
د ناروې د کډوالو شورا خبر ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د وروستیو نښتو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او له جدي بشري ستونزو سره مخ دي
د شورا په وینا، دغه کورنۍ د جګړو له امله خپل کورونه پرېښي او اوس په لنډمهالو ځایونو کې ژوند کوي، چېرته چې د سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو سخت کمښت موجود دی. ویل کېږي چې ډېری بېځایه شوي کسان ښځې او ماشومان دي، چې د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي
راپور ټینګار کوي چې د بشري مرستو اړتیا بیړنۍ ده او که ژر تر ژره مرستې ونه رسېږي، نو د دغو کورنیو وضعیت به لا پسې خراب شي. د شورا چارواکي وایي، په یخو سیمو او ناامنه چاپېریال کې د خلکو پاتې کېدل د ناروغیو او نورو ستونزو خطر زیاتوي
دوی له نړیوالو مرستندویانو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د بېځایه شویو خلکو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او عاجلې مرستې ورسوي، څو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره شي
شنونکي وایي چې د سرحدي نښتو دوام کولی شي د بېځایه کېدنې کچه نوره هم لوړه کړي او د افغانستان په بشري وضعیت نور فشارونه هم زیات کړي. هغوی ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي کمېدل او د مرستو رسېدل دواړه د وضعیت د ښه کېدو لپاره اړین دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1540
-
اخبار افغانستان
537
-
مقاله
199
-
سیاست
30
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl