news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې نږدې کېدل؛ د لوړې کچې ډيپلوماټیک خوځښتونو نوې نښې

د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې نږدې کېدل؛ د لوړې کچې ډيپلوماټیک خوځښتونو نوې نښې

د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې نږدې کېدل؛ د لوړې کچې ډيپلوماټیک خوځښتونو نوې نښې

بریانیوز:(جمعه،۲۸ حمل۱۴۰۵)

دمتحده ایالات  ولسمشر  ترمپ ویلي چې د واشنګټن او ایران ترمنځ خبرې د یوې مهمې هوکړې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي او دواړه لوري د توافق نهايي کولو ته نږدې شوي دي

ترمپ له خبریالانو سره په خبرو کې څرګنده کړه چې په وروستیو مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام اړوند مهمو موضوعاتو کې. هغه دا پرمختګونه د دواړو خواوو لپاره یو مثبت بدلون وباله او زیاته یې کړه چې دا به د سیمې او نړۍ پر امنیت مهم اغېز ولري

د نوموړي په وینا، که دا هوکړه وروستۍ شي، نو امکان شته چې د لاسلیک لپاره پاکستان ته سفر وکړي. هغه دا ګام د سیمه‌ ییزو همکاریو د پیاوړتیا او د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا لپاره مهم وباله

کارپوهان باور لري چې د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه کولای شي د اوږدې مودې کړکېچونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي او د اټومي شخړو د سوله‌ییز حل لپاره نوې لارې پرانیزي

دوی زیاتوي چې د دې هوکړې بریالیتوب به تر ډېره د دواړو لوریو پر ژمنتیا او د نړیوالو تضمینونو پر عملي کېدو پورې تړلی وي

تر اوسه د دې احتمالي هوکړې بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به نور معلومات هم له رسنیو سره شریک شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto