د افغانستان د عامې د روغتیا وزارتسرپرست نورجلال جلالی د پیاوړتیا پر لور مهم ګام؛ د افغانستان او نړیوالو بنسټونو ګډه ژمنتیا
د افغانستان د عامې د روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالی د پیاوړتیا پر لور مهم ګام؛ د افغانستان او نړیوالو بنسټونو ګډه ژمنتیا
بریانیوز:(جمعه،۲۸ حمل۱۴۰۵)
د روغتیا د پیاوړتیا پر لور مهم ګام؛ د افغانستان او نړیوالو بنسټونو ګډه ژمنتیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالی په یوه مجازي ناسته کې له نړیوالو بنسټونو سره د روغتیايي سکتور پر مهمو مسایلو هر اړخیزې خبرې کړې دي
په دې ناسته کې چې د نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام او اروپایي اتحادیه استازو ګډون کړی و، نوموړي د ملي روغتیا پالیسۍ پر اغېزمن تطبیق او د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو پر پراخوالي او پیاوړتیا ټینګار وکړ
جلالي وویل، د روغتیا سکتور پیاوړتیا د خلکو د ژوند د خوندیتوب تر څنګ د ټولنې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه له نړیوالو شریکانو وغوښتل چې خپلې مرستې نه یوازې جاري وساتي، بلکې لا یې پراخې کړي
په ناسته کې د ۲۰۲۶ کال وروسته د احتمالي تمویل د کمېدو په اړه جدي اندېښنې هم راپورته شوې. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د مالي مسوولیتونو تدریجي لېږد باید په منظم ډول ترسره شي، څو د روغتیايي خدمتونو دوام له ګواښ سره مخ نه شي
همدارنګه، د طبیعي پېښو اغېزې او لوژستیکي ننګونې د روغتیايي سکتور پر وړاندې مهم خنډونه وبلل شول.
نړیوالو تمویل کوونکو د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې له عامې روغتیا وزارت سره به په نږدې همغږۍ خپلې مرستې جاري وساتي. دواړو خواوو په ګډه ټینګار وکړ چې د دوامدارو، باکیفیته او لاسرسي وړ روغتیايي خدمتونو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې لا زیاتې کړي
کارپوهان باور لري چې دا ډول همغږي او ژمنتیا کولی شي د افغانستان د روغتیايي سیستم بنسټونه پیاوړي کړي او د خلکو لپاره د باور وړ او دوامدار خدمات تضمین کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?