قطر د بهرنيو چارو وزارت د اسراییلو او لبنان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او دا یې د سيمې د تاوتريخوالي د راکمولو لپاره يو مهم او اغېزناک ګام بللی دی
قطر د بهرنيو چارو وزارت د اسراییلو او لبنان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او دا یې د سيمې د تاوتريخوالي د راکمولو لپاره يو مهم او اغېزناک ګام بللی دی
بریانیوز:(جمعه،۲۸ حمل۱۴۰۵)
چې د ياد وزارت له لوري خپره شوې، ټينګار شوی چې دواړه لوري بايد بې له ځنډه د دې هوکړې درناوی وکړي، څو په سيمه کې نسبي ثبات خوندي پاتې شي او د کړکېچونو د لا زياتېدو مخه ونيول شي. د قطر حکومت دا اوربند د سياسي حل لارو پر لور يو مثبت پرمختګ ګڼي او هيله لري چې دا به د دوامدارې سولې لپاره لاره هواره کړي
خبرپاڼه زياتوي چې د شخړو دوام نه يوازې د ښکېلو خواوو لپاره زيانمن دی، بلکې د ټولې سيمې پر امنيت او اقتصادي حالت هم ناوړه اغېزې لري. له همدې امله، قطر پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې د دې اوربند د ټينګښت لپاره فعاله ونډه واخلي او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل ملاتړ وکړي
د قطر د بهرنيو چارو وزارت همداراز ټينګار کړی چې د خبرو اترو، متقابل درناوي او سياسي تفاهم له لارې کولای شو د اوږدمهالې سولې بنسټ کېښودل شي. دوی دا اوربند د باور جوړونې يو پيل بللی او ويلي یې دي چې بايد له دې فرصته د سولې د پراختيا لپاره ګټه واخيستل شي
کارپوهان باور لري چې که دا اوربند په رښتينې توګه عملي شي، نو کولی شي د سيمې د نورو کړکېچونو د کمېدو لپاره هم يو ښه بېلګه وګرځي او د ډيپلوماټيکو هڅو لپاره نوې هيلې راژوندۍ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1601
-
اخبار افغانستان
605
-
مقاله
250
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl