news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مسکو: د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیا د لویو اقتصادي پروژو بهیر ورو کړی

مسکو: د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیا د لویو اقتصادي پروژو بهیر ورو کړی

مسکو: د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیا د لویو اقتصادي پروژو بهیر ورو کړی

بریانیوز:(پنجشنبه،۲۷ حمل۱۴۰۵)

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدل د هغو مهمو اقتصادي پروژو د پلي کېدو بهیر ځنډولی چې مسکو پکې همکاري لري

د روسیې د ورځپاڼې «ایزویستیا» د راپور له مخې، د روسیې استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د ترانس-افغان اورګاډي کرښې او د نفتو د تصفیې د یوه لوی فابریکې عملي کارونه تر اوسه نه دي پیل شوي او دا پروژې لا هم د پلان او ډیزاین په پړاو کې پاتې دي

نوموړي زیاته کړې چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي ناسم ثبات د دې سبب شوی چې د اقتصادي همکاریو د پراخېدو عملي ګامونه ورو شي او پانګونې له ځنډ سره مخ شي

کارپوهان وايي، د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزو لویو اقتصادي پروژو بریالیتوب د سیمه‌ییز ثبات او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ته اړتیا لري، او هر ډول سیاسي ترینګلتیا کولای شي د دې پروژو د عملي کېدو بهیر اغېزمن کړي

تر اوسه د طالبانو یا د پاکستان له لوري د دې څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی، خو د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو موضوع لا هم د نړیوالو بحثونو په مرکز کې ده



برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto