news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

قزاقستان د افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ستره موخه؛ د درې میلیارده ډالرو هدف ته نږدې کېدل

قزاقستان د افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ستره موخه؛ د درې میلیارده ډالرو هدف ته نږدې کېدل

قزاقستان د افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ستره موخه؛ د درې میلیارده ډالرو هدف ته نږدې کېدل

بریانیوز:(شنبه،۲۹ حمله ۱۴۰۵)

قزاقستان اعلان کړی چې غواړي په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره خپل سوداګریز اړیکي له اوسني شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه تر درې میلیارده ډالرو پورې لوړ کړي

دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا یو مهم ګام بلل کېږي

د قزاقستان چارواکي وايي چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېری سوداګري د قزاقستان د صادراتو پر بنسټ ولاړه ده. په دغو صادراتو کې غنم، اوړه او نور کرنیز محصولات شامل دي، چې د افغانستان د کورني بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم رول لري

خو د دوی په وینا، د ټرانسپورټي او لوجستیکي اسانتیاوو کمښت لا هم یو جدي خنډ دی. چارواکي ټینګار کوي چې د تورغونډۍ–هرات د وسپنې پټلۍ پروژه بشپړېدل به د سوداګرۍ د چټک پرمختګ لپاره یو مهم بدلون راولي او د توکو لېږد به اسانه او ارزانه کړي

راپورونه ښيي چې قزاقستان افغانستان یوازې د یو بازار په توګه نه، بلکې د یوه مهم ټرانزیټي دهلېز په سترګه ګوري. د دې له لارې کولای شي د سویلي اسیا او منځني ختیځ له پراخو بازارونو سره خپل سوداګریز اړیکي پراخ کړي

شنونکي باور لري چې که د زیربناوو پراختیا ته جدي پاملرنه وشي او سیمه‌ ییزې همکارۍ پیاوړې شي، نو افغانستان کولای شي د سیمې په یوه مهم اقتصادي پُل بدل شي او د سوداګرۍ د ودې لپاره نوې دروازې پرانیزي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto