په ۳۱ ولایتونو کې مرګوني سېلابونه؛ لسګونه زره وګړي اغېزمن او بېړنیو مرستو ته اړتیا ډېره شوې
په ۳۱ ولایتونو کې مرګوني سېلابونه؛ لسګونه زره وګړي اغېزمن او بېړنیو مرستو ته اړتیا ډېره شوې
بریانیوز:(شنبه،۲۹ حمله ۱۴۰۵)
د د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په تازه راپور کې راغلي چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې وروستیو سختو سېلابونو له ۷۳ زره څخه زیات کسان اغېزمن کړي او د خلکو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی
د راپور له مخې، یوازې په تېرو ۱۲ ورځو کې دغو طبیعي پېښو ۹۳ کسان مړه کړي او ۱۸۱ نور یې ټپیان کړي دي، چې دا د بشري ناورین د پراخېدو څرګند نښه بلل کېږي. سېلابونو نه یوازې انساني تلفات اړولي، بلکې د خلکو شتمنۍ یې هم سختې ځپلې دي
راپور زیاتوي چې زرګونه کورونه نړېدلي، کرنیزې ځمکې له منځه تللې او مهم سړکونه ویجاړ شوي، چې له امله یې د خلکو عادي ژوند په ټپه درېدلی او د مرستو رسولو بهیر هم له ستونزو سره مخ شوی دی
په ځانګړي ډول بېځایه شوې کورنۍ، ښځې او نجونې له جدي ننګونو سره مخ دي
د راپور له مخې، دوی روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري او له ګڼو عاجلو اړتیاوو سره مخ دي. خوراکي توکي، خوندي سرپناه، نغدي مرستې او رواني ملاتړ هغه بنسټیزې اړتیاوې دي چې د اغېزمنو خلکو د بقا لپاره حیاتي بلل کېږي
مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي که بیړني اقدامات ونه شي، نو د بشري ناورین کچه به لا پراخه شي او زیانمن شوي خلک به له لا سختو شرایطو سره مخ شي. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره لاس په کار شي او د زیانمنو کورنیو ملاتړ وکړي، څو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره او د راتلونکي لپاره یې هیله بېرته را ژوندۍ شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?