سپین غر صادق: د حکمتیار آثار منطقي دي او باید له تعصب پرته ولوستل شي
-
احمد
30 حمل 1405
64
سپین غر صادق: د حکمتیار آثار منطقي دي او باید له تعصب پرته ولوستل شي
بریانیوز: (یکشنبه، ۳۰ حمل ۱۴۰۵) سپین غر صادق، چې په مجازي نړۍ (فیسبوک او ټویټر) کې د فعال مبصر او سیاسي شنونکي په توګه پېژندل کېږي، پرون شنبه د حمل په ۲۹مه نېټه په خپله پاڼه کې لیکلي چې ځینې ملګري ترې پوښتنه کوي: «ایا ته یوازې د حکمتیار کتابونه او مقالې لولې؟»
نوموړي په ځواب کې لیکلي دي چې د حکمتیار سیاسي ژوند خپل ځای لري، خو د هغه قلم ډېر اصولي، منطقي او مستدل دی. هغه زیاته کړې چې سیاسي مخالفت باید موږ دې ته اړ نه کړي چې د یو چا ټول افکار او آثار رد کړو.

ښاغلي صادق همدارنګه ویلي، چې د ډېرو افغان عالمانو او رهبرانو دیني او سیاسي کتابونه یې لوستي، خو د حکمتیار په څېر منطقي او اصولي دیني عالم یې نه دی لیدلی. نوموړي ټینګار کړی چې د هر چا په اړه باید له قضاوت مخکې د هغه آثار او نظریات ولوستل شي، ځکه بې له مطالعې قضاوت کول د ناپوهۍ نښه ده.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی ګلبدین حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان رهبر، په خپل سیاسي ژوند کې سره له ګڼو جهادي، سیاسي او شخصي مصروفیتونو، شاوخوا ۲۲۰ کتابونه په بېلابېلو برخو لکه شرعي، فقهي، اعتقادي، سیاسي، اقتصادي، مالي، ټولنیزو او ادبي موضوعاتو لیکلي دي.
د ښاغلي حکمتیار کتابونه د کابل او نورو ولایتونو په کتاب پلورنځیو کې موندل کېږي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl