په عمان خلیج کې د تاوتریخوالي تازه کړکېچ؛ د ایراني بېړۍ د برید او متقابل غبرګون راپورونه
بریانیوز:( دوشنبه،۳۱ حمل۱۴۰۵)
د راپورونو له مخې، څو ساعته وړاندې یوه ایراني کانتینري بېړۍ چې «توسکا» نومېږي او له چین څخه د ایران پر لور روانه وه، د د عمان خلیج په اوبو کې د برید هدف ګرځېدلې ده
دا پېښه په یوه حساسې سمندري سیمه کې شوې، چې د نړیوالو سوداګریزو لارو له مهمو تېرېدونکو څخه ګڼل کېږي
د معلوماتو پر بنسټ، د دې پېښې په غبرګون کې ایراني ځواکونو ځینې د متحده ایالات پوځي بېړۍ د بېپېلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي. خو تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه کره او بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د هېواد د ګټو پر ضد هر ډول اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي
د دوی په وینا، تهران چمتو دی چې هر ډول ګواښ ته «پر ورته اقدام» سره ځواب ورکړي او د خپل ملي امنیت او سمندري حاکمیت دفاع وکړي
شنونکي وایي، چې دا ډول پېښې کولای شي په سیمه کې امنیتي کړکېچ لا پسې ژور کړي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې سمندري لارې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري
دوی خبرداری ورکوي، که دا تاوتریخوالی مهار نه شي، نو ښایي د سیمې پر ثبات، د انرژۍ پر لېږد او نړیوال اقتصاد پراخ منفي اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1619
-
اخبار افغانستان
623
-
مقاله
269
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl