د هرمز تنګي په اړه د تهران سخت دریځ؛ د ایران له لوري د تېلو د لارې د امنیت په تړاو توند پیغام
بریانیوز:( دوشنبه،۳۱ حمل۱۴۰۵)
د محمد رضا عارف، چې د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال دی، په تازه څرګندونو کې ویلي چې د هرمز تنګی امنیت “وړیا نه دی” او د نړۍ د تېلو د بازار وضعیت د ایران پر وړاندې د روانو اقتصادي او پوځي فشارونو سره مستقیم تړاو لري
عارف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا وضعیت د منلو وړ نه دی چې پر ایران د تېلو د صادراتو بندیزونه ولګول شي، خو په مقابل کې دې د هرمز تنګی د نورو هېوادونو لپاره د ازادې سوداګرۍ خوندي لاره پاتې وي. د هغه په وینا، دا ډول تګلاره عادلانه نه ده او د نړیوالو اقتصادي اړیکو توازن ګډوډوي
هغه زیاته کړې: «انتخاب روښانه دی: یا به د تېلو بازار د ټولو لپاره ازاد وي، او یا به ټول اړخونه درانه اقتصادي لګښتونه پرې کوي.» د دې څرګندونو له مخې، تهران هڅه کوي د نړیوالو فشارونو په وړاندې خپل دریځ لا روښانه کړي
تر دې وړاندې د خاتمالانبیا مرکزي قوماندانۍ هم د متحده ایالات له لوري د یوې ایرانی کښتۍ د نیولو په غبرګون کې خبرداری ورکړی و، چې د اړتیا په صورت کې به د هرمز تنګی په بشپړ ډول وتړل شي
شنونکي وایي، د هرمز تنګی هر ډول کړکېچ نه یوازې د سیمې پر امنیت اغېز کوي، بلکې د نړیوالې انرژۍ بازار ته هم جدي خطر پېښوي، ځکه چې دا لاره د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو شریانونو څخه ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1619
-
اخبار افغانستان
623
-
مقاله
269
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl