کابل او نورو ښارونو کې د کور جوړولو نوې پرېکړه؛ د کرایو د لوړېدو په سیوري کې د استوګنې هڅې چټکېږي
کابل او نورو ښارونو کې د کور جوړولو نوې پرېکړه؛ د کرایو د لوړېدو په سیوري کې د استوګنې هڅې چټکېږي
بریانیوز:( سه شنبه،۱/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش)
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې واکمنو چارواکو پرېکړه کړې چې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې خلکو ته د کورونو د جوړولو اجازه ورکړي، خو دا بهیر به د جومات د امام او سیمهییزو استازو په تایید سره ترسره کېږي
دا ګام د استوګنې د ستونزو د کمولو لپاره یو نوی اقدام بلل کېږي
دا پرېکړه په داسې وخت کې عملي کېږي، چې هېواد ته د کډوالو د پرلهپسې راستنېدو له امله، په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د کورونو کرایې په بېساري ډول لوړې شوې دي
د ډېرو کورنیو لپاره د مناسب سرپناه موندل ستونزمن شوي او ګڼ شمېر خلک له اقتصادي فشارونو سره مخ دي
د سرچینو په وینا، د جومات د امام او د سیمې د مشرانو تایید به د دې لپاره وي، څو د کور جوړولو بهیر منظم وساتل شي او د ځمکو د ناسمې کارونې او شخړو مخه ونیول شي
دا کار همدارنګه د ټولنې د ونډې د زیاتېدو او د سیمهییز نظم د ټینګښت لپاره مهم ګڼل کېږي
خو یو شمېر شنونکي وایي، که څه هم دا پرېکړه کولای شي د استوګنې ستونزې تر یوه بریده کمې کړي، خو لا هم بنسټیزو اسانتیاوو لکه اوبو، برېښنا، روغتیايي خدمتونو او ښاري پلان ته جدي اړتیا شته
د دوی په باور، که دا موارد په پام کې ونه نیول شي، نو ښایي د نا منظمې ودانیزې پراختیا او ښاري ستونزو لړۍ نوره هم پراخه شي
د کورونو د کرایو لوړوالی، د کډوالو زیاتېدونکی فشار او د استوګنې محدود امکانات هغه ننګونې دي، چې د حل لپاره یې همغږي او اوږدمهاله تګلارې ته اړتیا لیدل کېږي، څو د خلکو ژوند ته ثبات او اسانتیاوې برابرې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?