news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برېټانیا د اصلاحاتو ګوند تاوده څرګندونې؛ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر سیاسي او انساني بحثونه تاوده شوي

برېټانیا د اصلاحاتو ګوند تاوده څرګندونې؛ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر سیاسي او انساني بحثونه تاوده شوي

 برېټانیا د اصلاحاتو ګوند تاوده څرګندونې؛ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر سیاسي او انساني بحثونه تاوده شوي

بریانیوز:( سه شنبه،۱/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش) 

 مشر نایجل فېراج او د دغه ګوند ویاند ضیا یوسف په یوې پراخې خبري غونډه کې ویلي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنول نه یوازې ممکن دي، بلکې باید په چټک او منظم ډول ترسره شي

د دوی په وینا، دا بهیر له عملي پلوه کومه جدي ستونزه نه لري او کولای شي د اروپایي هېوادونو لپاره یو حللاره وګرځي

دوی د خپلو څرګندونو د پیاوړتیا لپاره د جرمني بېلګه وړاندې کړه او ویې ویل، چې دغه هېواد هره اوونۍ د قطر له لارې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته لېږي. د دوی په باور، دا کار ښيي چې که سیاسي اراده موجوده وي، نو د کډوالو د ستنېدو بهیر په اسانۍ سره عملي کېدای شي

د ګوند مشرتابه همداراز ټینګار کړی، چې اوسنی افغان واکمن نظام د دغو کډوالو د بېرته ستنېدو پر وړاندې کوم خنډ نه ویني، او کولای شي د راستنېدونکو لپاره د منلو چاپېریال برابر کړي

دوی دا هم ویلي، چې د کډوالۍ اوږدمهاله دوام نه یوازې د کوربه هېوادونو لپاره ستونزې زېږوي، بلکې د پخپلو کډوالو لپاره هم د نامعلوم راتلونکې لامل ګرځي

خو بل لور ته پوهان او د ټولنې څېړونکي وایي، دا موضوع یوازې سیاسي پرېکړه نه ده، بلکې ژور انساني، ټولنیز او اقتصادي اړخونه لري

د دوی په وینا، د کډوالو بېرته ستنول باید د خوندي ژوند، کار موندنې، روغتیايي اسانتیاوو او زده‌کړو د شرایطو له برابرولو سره یوځای وي، ځکه چې په افغانستان کې لا هم بې‌وزلي، وزګارتیا او د ژوند سخت شرایط پر خپل ځای پاتې دي

څېړونکي زیاتوي، که د راستنېدونکو لپاره بنسټیز خدمات او مناسب چاپېریال برابر نه شي، نو ښایي دا بهیر نورې ستونزې راولاړې کړي، لکه بې‌ځایه کېدل، اقتصادي فشارونه او ټولنیزې ننګونې

له همدې امله، دوی ټینګار کوي چې دا ډول پرېکړې باید له پراخې ارزونې، همغږۍ او د نړیوالو اصولو له مراعاتولو سره ترسره شي

د کډوالۍ موضوع لا هم په اروپایي هېوادونو کې له تودو سیاسي بحثونو څخه ده، او داسې ښکاري چې د دې موضوع پر سر اختلافونه به لا هم دوام ومومي

د یادو څرګندونو زیاتوالی ښيي، چې دا مسئله به د راتلونکو سیاسي تګلارو او پرېکړو په مرکز کې پاتې شي، او د میلیونونو انسانانو برخلیک به ترې اغېزمن شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto