د کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنې؛ د راستنېدونکو میلیونونو افغانانو پر ژوند د کړکېچ سیوری
د کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنې؛ د راستنېدونکو میلیونونو افغانانو پر ژوند د کړکېچ سیوری
بریانیوز:( سه شنبه،۱/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش)
د بې ځایه شویو نړۍ وال سازمان په یوه تازه خبرپاڼه کې له پاکستان څخه په پراخه کچه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد له حکومت څخه یې غوښتي، چې دا لړۍ ژر تر ژره ودروي او د انساني اصولو درناوی وکړي
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ زېږیز کال له وروستیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه د پاسه پنځه میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا ستر بهیر د هېواد پر وړاندې د بشري ستونزو کچه لا لوړه کړې ده. د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي له جدي اقتصادي ستونزو، د کار له نشتوالي، د سرپناه له کمښت او د بنسټیزو خدمتونو له محدود لاسرسي سره مخ دي
یاد سازمان ټینګار کړی، چې د کډوالو نیول او جبري ستنول باید ودرول شي او پر ځای یې باید د داوطلبانه، خوندي او باعزته راستنېدو لپاره شرایط برابر شي. په دې برخه کې د نړۍ والو اصولو مراعات او د مرستندویو بنسټونو سره همغږي اړینه بلل شوې ده، څو راستنېدونکي وکولای شي خپل ژوند بېرته په عادي ډول تنظیم کړي
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو موضوع باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي، ځکه دا چاره د زیانمنو خلکو وضعیت لا پسې خرابوي او د انساني ارزښتونو پر ضد ده
پوهان وایي، که دا بهیر همداسې دوام ومومي او د راستنېدونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې نه شي، نو ښایي د بې وزلۍ، بېځایه کېدو او ټولنیزو ستونزو کچه نوره هم لوړه شي
دوی ټینګار کوي، چې سیمهییزه او نړۍواله همکاري کولای شي د دې ستر انساني کړکېچ په کمولو کې مهم رول ولوبوي
او د میلیونونو خلکو ژوند ته یو څه ثبات ور وبخښي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?