news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د تهران سخت پیغام؛ قالیباف د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې رد کړې او د نوو وړتیاوو د ښودلو خبر ورکوي

د تهران سخت پیغام؛ قالیباف د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې رد کړې او د نوو وړتیاوو د ښودلو خبر ورکوي

د تهران سخت پیغام؛ قالیباف د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې رد کړې او د نوو وړتیاوو د ښودلو خبر ورکوي

بریانیوز:( سه شنبه،۱/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش) 

د محمد باقر قالیباف، چې د ایران د پارلمان مشر دی، په تازه څرګندونو کې ویلي چې تهران به هېڅکله د ګواښونو او فشارونو تر سیوري لاندې له متحده ایالات سره خبرې و نه کړي. د هغه په وینا، په تېرو دوو اوونیو کې ایران د جګړې په ډګر کې د خپلو نوو وړتیاوو د ښودلو لپاره پراخ چمتووالی نیولی دی

قالیباف زیاته کړې، چې د ډونالډ ټرمپ موخه دا ده چې “د سمندري محاصرې او د اوربند په سرغړونې سره د مذاکراتو مېز د تسلیمېدو پر مېز بدل کړي” او دا حالت د بیاځلي جګړې د پيل لپاره د پلمې په توګه وکاروي. د هغه په خبره، دا ډول تګلاره نه یوازې د باور فضا له منځه وړي، بلکې د سیمې امنیت هم له جدي ګواښ سره مخ کوي

هغه ټینګار وکړ، چې ایران به د خپل ملي حاکمیت، امنیت او ستراتیژیکو ګټو د ساتنې لپاره هر ډول لازم اقدام ترسره کړي او هېڅ بهرنی فشار به د دوی پر پرېکړو اغېز ونه کړي

سیاسي شنونکي باور لري، چې دا ډول توندې څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د لا زیاتېدو نښه ده

د دوی په وینا، که دواړه لوري د خبرو لپاره نرم دریځ غوره نه کړي، نو ښایي وضعیت لا پسې پېچلی شي او د سیمه‌ییز ثبات پر وړاندې نوې ننګونې راولاړې شي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې سمندري لارې او د انرژۍ لېږد مهم رول لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto