news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د جګړې پای مهم دی؛ خلیل‌ زاد د ایران او امریکا کړکېچ په اړه خبرداری ورکوي

د جګړې پای مهم دی؛ خلیل‌ زاد د ایران او امریکا کړکېچ په اړه خبرداری ورکوي

د جګړې پای مهم دی؛ خلیل‌زاد د ایران او امریکا کړکېچ په اړه خبرداری ورکوي

بریانیوز:( سه شنبه،۱/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش) 

د زلمی خلیل‌زاد، چې د متحده ایالات پخوانی استازی و، د وروستیو سیمه‌ییزو بدلونونو او له ایران سره د کړکېچ په اړه ویلي، چې اوس د جګړې د پیل پر سموالي یا ناسموالي بحث مهم نه دی، بلکې دا چې دا جګړه څنګه پای ته رسېږي، تر ټولو مهمه پوښتنه ده

خلیل‌زاد په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «دا چې پر ایران برید سم و که نه، او یا دا چې جګړه په اغېزمنه تګلاره پر مخ وړل شوې که نه، په دې پړاو کې بې‌اړخې پوښتنې دي؛ هغه څه چې ارزښت لري، دا دي چې دا جګړه به څنګه پای ته رسېږي

د هغه په وینا، د جګړې پایله کولی شي د سیمې او نړۍ راتلونکی لوری وټاکي

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که دا جګړه په ناسم ډول پای ته ورسېږي، نو پایلې به یې ډېرې پراخې او ژورې وي. د هغه په اند، دا به نه یوازې د یوې حساسې سیمې راتلونکی بدل کړي، بلکې د متحده ایالات نړیوال اعتبار به هم تر اغېز لاندې راولي

هغه همدارنګه زیاته کړې، چې دا جګړه کولی شي د امریکا نړیوال دریځ له سره تعریف کړي او ان د ډونالډ ټرمپ سیاسي راتلونکی او تاریخي ځای هم تر خپل سیوري لاندې راولي

شنونکي وایي، دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې کړکېچونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د جګړې د پراخېدو وېره شته. د دوی په وینا، که د جګړې لپاره مناسب او متوازن پای ونه موندل شي، نو دا به نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال امنیت، اقتصاد او سیاسي توازن هم له جدي ګواښونو سره مخ کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto