ټرمپ: له ایران سره نوی اټومي تړون به تر پخواني ډېر اغېزمن وي
بریانیوز:( سه شنبه،۱/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش)
د ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه اټومي تړون چې دا مهال د متحده ایالات او ایران ترمنځ تر بحث لاندې دی، به د ۲۰۱۵ کال له نړیوال تړون څخه ډېر غوره او اغېزمن وي
ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې دی باور لري روانې خبرې به داسې پایله ولري، چې هم به د سیمې امنیت پیاوړی کړي او هم به د امریکا ګټې خوندي کړي. هغه ټینګار کړی، چې نوی تړون به د پخواني په پرتله ډېر واضح، قوي او عملي وي
نوموړي یو ځل بیا د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون، چې د نړۍ د څو سترو هېوادونو ترمنځ شوی و، ناکام وباله او ویې ویل چې هغه تړون د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول لپاره کافي نه و. ټرمپ ویلي، د نوي تړون په جوړولو کې به هڅه وشي چې ټولې نیمګړتیاوې اصلاح شي او یو دوامداره حل رامنځته شي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او د باور فضا کمزورې بلل کېږي. د راپورونو له مخې، خبرې لا هم له ستونزو سره مخ دي او د دواړو لورو ترمنځ اختلافات پر خپل ځای پاتې دي
سیاسي شنونکي وایي، که څه هم د نوي تړون په اړه هیله څرګندېږي، خو د داسې یوه پراخ او پېچلي تړون ترلاسه کول اسانه نه دي، ځکه چې دا به د اوږدو خبرو، باور جوړونې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ولري
دوی زیاتوي، چې د دې تړون پایله به نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې بدل کړي، بلکې د سیمې امنیت او نړیوال سیاست به هم تر ژور اغېز لاندې راولي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?