طالبانو کابینې په کابل او نورو لویو ښارونو کې د کورونو د جوړولو لپاره نوې کړنلاره تصویب کړې ده.
بریانیوز( چهارشنبه، ٢ ثور ١٤٠٥)
د دې نوي حکم له مخې، ښاریان باید د کور جوړولو لپاره د «شرعي قبالې، ورکړل شوي مالیې ټکټ، د معاملاتو د دفتر اسنادو» تر څنګ د کوڅې د وکیل تصدیق او د جومات د ملا تصدیق هم ولري.
په هغه مکتوب کې چې د دوشنبې په ورځ، د حمل په ۳۱مه، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیالۍ له خوا خپور شوی، د سرپناه پر جوړولو په ځانګړي ډول د هغو راستنو شویو مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره ټینګار شوی دی. همدارنګه پکې ویل شوي چې د جوړولو بهیر باید د ښاروالیو په همغږۍ ترسره شي.
په دې لارښوونه کې د طالبانو ځواکونو ته هم ټینګار شوی چې د جوړولو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د دې مکتوب له مخې، کورونه باید یوازې د استوګنې لپاره وي او تر درې منزلو پورې، پرته له زیرزمین (لاندې پوړ) جوړ شي.
په مکتوب کې دا هم راغلي چې ښاروالۍ او د ځمکو ادارې مکلفې دي چې د یوې میاشتې په موده کې ممنوعه سیمې مشخصې کړي.
د کابل نوی ښار (شهرک کابل جدید) له دې حکم څخه مستثنی اعلان شوی دی.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو مهاجرینو له راستنېدو وروسته، د افغانستان لوی ښارونه، په ځانګړي ډول کابل، د کورونو له سخت کمښت سره مخ دي او د کرایې بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښيي د طالبانو له خوا په ساختماني مقرراتو کې پرلهپسې بدلونونو د جوړولو بهیر ورو کړی او زرګونه کارګران بېکاره کړي او د کورونو بازار له بحران سره مخ کړی.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?