news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران له خبرو اترو د وتلو اعلان وکړ؛ د امریکا د لوړپوړي سفر لغوه کېدل د کړکېچ نښې نورې هم څرګندوي

ایران له خبرو اترو د وتلو اعلان وکړ؛ د امریکا د لوړپوړي سفر لغوه کېدل د کړکېچ نښې نورې هم څرګندوي

ایران له خبرو اترو د وتلو اعلان وکړ؛ د امریکا د لوړپوړي سفر لغوه کېدل د کړکېچ نښې نورې هم څرګندوي

بریانیوز:(چهار شنبه،۲/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش)

د ایران د انقلابي ګارډ ځواکونو پورې تړلې سرچینې ویلي چې تهران پرېکړه کړې له روانو خبرو اترو څخه ووځي او په اوسني وضعیت کې پکې ګډون ونه کړي. د دغې سرچینې په وینا، د ایران د خبرو اترو ټیم باور لري چې د اوسني شرایطو په رڼا کې د خبرو دوام هېڅ عملي پایله نه لري او یوازې د وخت ضایع کېدل دي

ویل شوي چې دا پرېکړه د وروستیو سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو، د سیاسي اختلافاتو د زیاتېدو او د اړخونو ترمنځ د بې باورۍ د ژورېدو له امله شوې ده. د ایران له نظره، تر هغو چې بنسټیز شرایط بدل نه شي، د خبرو اترو له لارې پرمختګ ناممکن ښکاري

له بلې خوا، د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس پاکستان ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی دی

د سفر د لغوه کېدو رسمي لامل نه دی څرګند شوی، خو دا ګام په داسې وخت کې اخیستل شوی چې سیمه د سیاسي او ډیپلوماټیکو بدلونونو له مهم پړاو سره مخ ده

راپورونه زیاتوي چې د خبرو اترو درېدنه او د لوړپوړو سفرونو لغوه کېدل د سیمې د روان وضعیت د لا پیچلتیا څرګند نښه ده او د اړیکو په فضا کې د زیاتېدونکي فشار انعکاس ګڼل کېږي

شنونکي وايي چې دا ډول پرمختګونه ښيي د ډیپلوماټیکو هڅو لاره له خنډونو ډکه ده او د باور جوړونې بهیر کمزوری شوی دی. د هغوی په باور، که ژر نوې هڅې ونه شي، نو د کړکېچ د پراخېدو خطر لا هم پر ځای پاتې دی


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto