news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران د لوړې کچې چمتووالي اعلان وکړ؛ د پوځ سخت دریځ د اوربند تر سیوري لاندې هم دوام لري

ایران د لوړې کچې چمتووالي اعلان وکړ؛ د پوځ سخت دریځ د اوربند تر سیوري لاندې هم دوام لري

ایران د لوړې کچې چمتووالي اعلان وکړ؛ د پوځ سخت دریځ د اوربند تر سیوري لاندې هم دوام لري

بریانیوز:(چهار شنبه،۲/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش)

په داسې حال کې چې د امریکا له لوري له ایران سره د اوربند د غځېدو اعلان شوی، د ایران د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې د هېواد وسله وال ځواکونه په بشپړ او لوړه کچه چمتووالي کې دي

نوموړي ټینګار کړی چې پوځ د هر ډول احتمالي ګواښ لپاره له مخکې بشپړ تیاری لري او د اړتیا په صورت کې به د هېواد د دفاع لپاره فوري او قاطع غبرګون وښيي. د هغه په وینا، ټولې دفاعي واحدې د هر ډول وضعیت د مقابلې لپاره منظمې او په بشپړ حالت کې ساتل شوې دي

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې په سیمه کې د اوربند د غځېدو ترڅنګ سیاسي او امنیتي فضا لا هم نازکه بلل کېږي او د بېلابېلو لورو ترمنځ د احتیاط او خبرداري پیغامونه روان دي

شنونکي وايي چې که څه هم اوربند د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره مهم ګام دی، خو د داسې سختو او خبرداریو ډکو څرګندونو دوام ښيي چې د سیمې وضعیت لا هم بې ثباته دی او د تلپاتې سولې لپاره جدي ډیپلوماټیکو هڅو ته اړتیا شته

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto