news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د البانیا صدراعظم: له افغانستانه د ناټو وتل «شرم‌ آور» وبلل شول

د البانیا صدراعظم: له افغانستانه د ناټو وتل «شرم‌ آور» وبلل شول

د البانیا صدراعظم: له افغانستانه د ناټو وتل «شرم‌ آور» وبلل شول

بریانیوز:(جـمـعـه،۴/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش

د ادي راما، د البانیا صدراعظم، د ناټو له خوا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي سختې نیوکې کړې او دا بهیر یې «شرم‌آور» بللی دی

راما په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د ناټو وتل له افغانستانه په داسې ډول ترسره شول چې نه یوازې یې د نړیوال ائتلاف اعتبار ته زیان ورساوه، بلکې د زرګونو افغانانو لپاره یې ناڅرګند او له خطره ډک حالت رامنځته کړ. هغه ټینګار کړی چې دا بهیر باید په ښه ډول مدیریت شوی وای، څو د بشري ناورین مخه نیول شوې وای

نوموړي همداراز ویلي، چې د نړیوالو ائتلافونو مسوولیت یوازې د پوځي عملیاتو تر پای پورې نه محدودېږي، بلکې باید د هغو خلکو خوندیتوب هم تضمین کړي چې له دوی سره یې همکاري کړې ده

د هغه په وینا، د افغانستان قضیه باید د راتلونکو نړیوالو ماموریتونو لپاره د عبرت درس وګرځي

شنونکي باور لري، چې د ناټو د وتلو څرنګوالی لا هم د نړیوال سیاست په ډګر کې د بحث وړ موضوع ده، او د بېلابېلو هېوادونو مشران پرې متفاوت نظرونه لري

دوی وایي، دا ډول څرګندونې ښيي چې د افغانستان د جګړې پای لا هم د سیاسي او اخلاقي ارزونې په بهیر کې دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto