news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روسیې افغانستان ته د غني شويو غنمو اوړو لومړنۍ جوپه وسپارله

روسیې افغانستان ته د غني شويو غنمو اوړو لومړنۍ جوپه وسپارله

روسیې افغانستان ته د غني شويو غنمو اوړو لومړنۍ جوپه وسپارله

(بریانیوز:(جـمـعـه،۴/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش

د د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد د غني شويو غنمو اوړو خپله لومړنۍ جوپه د پنجشنبې په ورځ په مزار شریف کې د ځانګړو مراسمو پر مهال د د خوړو نړیوال پروګرام  ته وسپارله

د چارواکو په وینا، دا مرسته د افغانستان د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره ده چې له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي. ویل شوي، چې دغه غني شوي اوړه د غذایي ارزښت له پلوه بډایه دي او کولی شي د خلکو د خوړو د کمښت او خوارځواکۍ د کچې په راکمولو کې مهم رول ولوبوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دا اقدام د بشري مرستو د دوامداره لړۍ یوه برخه ده او مسکو به هڅه وکړي چې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې نورې هم پراخې کړي

بلخوا، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لا هم لوړه ده او میلیونونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي

د دې ادارې په وینا، نړیواله همکاري د دې بحران د مهار لپاره حیاتي ارزښت لري

کارپوهان باور لري، چې دا ډول مرستې کولی شي د لنډ مهال لپاره د خلکو ستونزې راکمې کړي، خو د اوږدمهاله حل لپاره اړتیا ده چې اقتصادي ثبات، کارموندنه او دوامدار پرمختګ ته جدي پاملرنه وشي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto