د افغانانو لپاره لوی اسانتیا: جرمني د ویزو نوې انلاین دروازه پرانیزي
بریانیوز(شنبه، ۱۲ ثور ۱۴۰۵)
د جرمني سفارت په پاکستان کې اعلان کړی چې د افغان اتباعو لپاره یې د کاري او تحصیلي ویزو غوښتنې لپاره یو نوی، عصري او انلاین سیسټم پیل کړی دی، چې له مخې به یې د ویزو بهیر لا چټک، اسانه او منظم شي
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته به افغان غوښتونکي اړ نه وي چې د لومړنیو مرحلو د بشپړولو لپاره پاکستان ته سفر وکړي. غوښتونکي کولای شي په انلاین ډول خپل اسناد وسپاري، د هغو بشپړتیا تایید کړي، او یوازې هغه وخت پاکستان ته ولاړ شي کله چې د مرکې نېټه ورته وټاکل شي
دا نوښت د هغو زرګونو افغانانو لپاره مهم بدلون بلل کېږي چې تر دې وړاندې به یې د ویزې بهیر د پیل لپاره له ګڼو ستونزو، لګښتونو او اوږدو انتظارونو سره مخ کېدل. اوس به هغوی وکولای شي په اسانه او خوندي ډول له خپل ځایه د غوښتنې لومړني پړاوونه بشپړ کړي
د خبرپاڼې له مخې، دغه نوی سیستم به د روان زېږیز کال د جون میاشتې له لومړۍ نېټې څخه عملي شي، او تمه ده چې د غوښتونکو لپاره به د انتظار موده کمه او د خدماتو کیفیت لوړ کړي
کارپوهان وايي، دا ګام به د افغان ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو او کاري فرصتونو نوې دروازې پرانیزي، او د قانوني مهاجرت بهیر ته به هم شفافیت او اسانتیاوې ور زیاتې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1645
-
اخبار افغانستان
679
-
مقاله
282
-
سیاست
53
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl