د هرمز تنګي د امنیت لپاره نوې هڅې: ټرمپ د نړیوالو سمندري لارو د خوندي ساتنې په اړه پراخ پلان اعلان کړ
د هرمز تنګي د امنیت لپاره نوې هڅې: ټرمپ د نړیوالو سمندري لارو د خوندي ساتنې په اړه پراخ پلان اعلان کړ
بریانیوز: دوشنبه، ۱۴ ثور۱۴۰۵
د دانلد ترمپ په وینا، ایالات متحده به د دوشنبې له سهاره په هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره منظم او همغږي اقدامات پیل کړي، څو د نړیوالې سوداګرۍ دا حیاتي لاره له هر ډول ګواښ څخه خوندي وساتل شي
ټرمپ څرګنده کړې چې په دې تړاو یې د ایران له استازو سره شوې خبرې "مثبتې، رغنده او د باور فضا رامنځته کوونکې" وې. د هغه په وینا، که دا تفاهم دوام ومومي، نو نه یوازې به د سیمې امنیت ښه شي، بلکې د نړیوالو بازارونو ثبات ته به هم مهمه وده ورکړي
هغه ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي ازاد ساتل یوازې یو نظامي یا سیاسي اقدام نه دی، بلکې یو بنسټیز بشردوستانه مسوولیت دی، ځکه د نړۍ د تېلو او انرژۍ لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د منځني ختیځ هېوادونه، په ځانګړې توګه ایران، کولی شي د همکارۍ له لارې د سیمې د ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي
ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړی چې هر هغه لوری چې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي، یا په دې نړیواله لاره کې خنډونه جوړ کړي، له "قاطع او جدي چلند" سره به مخ شي. د هغه په وینا، نړیوال قوانین باید درناوی شي او ازادې سمندري لارې باید د سیاسي فشارونو ښکار نه شي
سیاسي شنونکي باور لري چې دا نوښت په داسې وخت کې وړاندې کېږي چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت لا هم نازک دی، او د هرمز تنګي هر ډول ګډوډي کولای شي د انرژۍ نړیوال بازارونه سخت اغېزمن کړي. د دوی په اند، که دا همکاري عملي بڼه خپله کړي، نو ښايي د تاوتریخوالي د کمېدو او د ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وبلل شي
په ورته وخت کې، یو شمېر څارونکي ټینګار کوي چې د دې طرحې بریالیتوب به د ښکېلو لورو پر دوامدار باور، شفافیت او عملي ژمنتیا
پورې تړلی وي، ځکه د سیمې هر ډول ناڅاپي کړکېچ کولایشي دا هڅې له ننګونو سره مخ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?