عباس عراقچي: د هرمز تنګي وروستۍ پېښې ثابتوي چې د سیاسي بحرانونو پوځي حل نه شته
بریانیوز| سهشنبه، ۱۵ ثور ۱۴۰۵
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې په د هرمز تنګی کې وروستي پرمختګونه او کړکېچونه دا په ډاګه کوي چې د سیاسي بحرانونو لپاره هېڅ پوځي حل نه شته
عراقچي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې د سیمې حساس وضعیتونه یوازې د ډیپلوماټیکو هڅو او سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي، نه د زور او نظامي فشار له لارې. د هغه په وینا، د تاوتریخوالي زیاتوالی نه یوازې د سیمې هېوادونه زیانمنوي، بلکې د نړیوالې انرژۍ بازارونه هم له جدي خطر سره مخ کوي
نوموړي زیاته کړې چې د هرمز تنګي په څېر ستراتیژیکه لار د نړۍ د انرژۍ د ترانزیت لپاره حیاتي اهمیت لري، او هر ډول نظامي کړکېچ کولی شي نړیوال اقتصادي ثبات ګډوډ کړي
عراقچي پر نړیوالو لوبغاړو هم غږ کړی چې د شخړو د زیاتولو پر ځای د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو ملاتړ وکړي، څو د سیمهییز ثبات لپاره دوامدار حل پیدا شي
شنونکي وایي د عراقچي دا څرګندونې د ایران د اوږدمهاله دریځ انعکاس دی، چې تل یې د پوځي فشار پر ځای سیاسي حل لارې ته ترجیح ورکړې ده. د هغوی په باور، په اوسني حساس وخت کې د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا د سیمې د ثبات لپاره کلیدي اهمیت لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl