د بېوزلو ناروغانو د لاسنيوي لپاره د عدليې وزارت ټينګار؛ خصوصي روغتونونو ته د زياتې مرستې سپارښتنه
د بېوزلو ناروغانو د لاسنيوي لپاره د عدليې وزارت ټينګار؛ خصوصي روغتونونو ته د زياتې مرستې سپارښتنه
بریا نیوز (چهار شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)
د هېواد د عدليې وزارت ويلي، د عدليې وزير په کابل کې د يو شمېر خصوصي روغتونونو له مشرانو سره په کتنه کې د بېوزلو او اړمنو ناروغانو د درملنې لپاره د زياتې مرستې غوښتنه کړې ده
د ياد وزارت وياند ويلي، په دې غونډه کې د هېواد د خلکو د اقتصادي ستونزو او د درملنې د لوړو لګښتونو په اړه خبرې شوې دي. د ده په وينا، د عدليې وزير ټينګار کړی چې د افغانستان ډېری کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او د خپلو ناروغانو د درملنې توان نه لري
هغه ويلي، خصوصي روغتونونه بايد د انساني خواخوږۍ او ټولنيز وجيبې له مخې له هغو ناروغانو سره مرسته وکړي چې د درملنې وس نه لري. نوموړي زياته کړې، د بېوزلو ناروغانو لاسنيوی يوازې يوه انساني دنده نه ده، بلکې د ټولنې د هوساينې او روغ ژوند لپاره هم ستر ارزښت لري
په دې ناسته کې د درملنې د اسانتياوو، د ناروغانو د ستونزو د کمېدو او د روغتونونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا په اړه هم خبرې شوې دي
شنونکي وايي، په هېواد کې د بېوزلۍ او مالي ستونزو له زياتېدو سره ګڼې کورنۍ د خپلو ناروغانو د درملنې لګښتونه نه شي برابرولی، او له همدې امله د روغتونونو مرسته د زرګونو اړمنو کسانو لپاره د هيلې څرک ګڼل کېږي
کارپوهان باور لري، که د ناروغانو لپاره د مرستې او اسانتياوو لړۍ نوره هم پراخه شي، نو دا به د خلکو پر ژوند ښه اغېز وکړي او د ټولنې د روغتيايي ستونزو په کمېدو کې به مهمه ونډه ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?