کیف د اور لمبو لاندې: روسیې پر اکراین د سلګونو بېپیلوټه الوتکو او توغندیو پراخ بریدونه وکړل
بریا نیوز (دوشنبه ،۴جوزا، ۱۴۰۵)
روسیې د سلګونو بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله پر اکراین پراخ بریدونه پیل کړي چې له امله یې د اکراین پلازمېنه کیف او ګڼې نورې سیمې سختې زیانمنې شوې دي
د اکراین ولسمشر ویلي، د دغو بریدونو اصلي موخه پلازمېنه کیف وه، خو د هېواد په بېلابېلو برخو کې نور ښارونه او سیمې هم په نښه شوې دي. د نوموړي په وینا، ټوله شپه د چاودنو غږونه اورېدل کېدل او خلکو په وېرې او ګډوډۍ کې شپه تېره کړه
د راپورونو له مخې، یوازې په کیف کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د ټپیانو شمېر تر درې اتیاوو اوښتی دی ژغورونکو ډلو ویلي، ګڼ استوګنیز کورونه، ودانۍ او بنسټیز ځایونه زیانمن شوي او د ژغورنې ډلې لا هم د ورانیو تر منځ د خلکو د راایستلو هڅې کوي
د روسیې د دفاع وزارت ویلي، دغه بریدونه یې په روسیه کې پر ملکي بنسټونو د اکراین د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي. مسکو ادعا کړې چې کیف د روسیې دننه ملکي زېربناوې په نښه کړې وې او روسیې د ځوابي ګام په توګه دا پراخ بریدونه وکړل
له دې وړاندې د روسیې ولسمشر اکراین تورن کړی و چې د ستاراوېبلسک ښار د زده کوونکو پر یوې لیلې یې برید کړی او په هغه کې یې یوویشت کسان وژلي دي. اکراین منلې چې په یاده سیمه کې یې برید ترسره کړی، خو وایي هلته یې یوازې پوځي تاسیسات په نښه کړي وو، نه ملکي وګړي
شنونکي وایي، د روسیې او اکراین ترمنځ جګړه ورځ تر بلې خونړۍ بڼه خپلوي او دواړه لوري پر یو بل د ملکي سیمو د په نښه کولو تورونه لګوي. د دوی په اند، د وروستیو بریدونو دوام ښيي چې جګړه لا هم د پای کومه روښانه نښه نه لري او ښایي راتلونکې ورځې نورې هم ترینګلې وي
نړیوالو بنسټونو او ګڼو هېوادونو د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د جګړې دواړه لوري باید نړیوالو انساني اصولو ته درناوی وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?