تجارت: افغانستان او ترکیه د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي
(بریانیوز پنجشنبه (۵/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، شهابالدین ثاقب په مشرۍ افغان پلاوي د ترکیې د سوداګرۍ وزارت له مرستیال مصطفی توزجو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو نندارتونونو، سوداګریزو ناستو او کنفرانسونو د جوړولو، د ګمرکي، ترانزیټي او ترانسپورټي ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ګډې کاري ډلې پر فعالولو ټینګار کړی دی
د دغه وزارت په وینا، شهابالدین ثاقب په کتنه کې ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي او د ترکیې د سوداګرۍ وزارت مرستیال یې کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده
وزارت زیاتوي چې د کابل د سفر بلنې ته د ترکیې لوري تود هرکلی ویلی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2132
-
اخبار افغانستان
1152
-
مقاله
845
-
سیاست
419
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl