واشنګټن : امریکا او قطر د افغانستان په اړه د ګډو سیاسي لومړیتوبونو په اړه خبرې کړې دي
(بریانیوز چهارشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا او قطر چارواکو د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو سیاسي لومړیتوبونو او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي د قطر او امریکا د ستراتیژیکو خبرو اترو اتم پړاو د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه د امریکایي سیال مارکو روبیو ترمنځ ترسره شوی دی د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو د افغانستان ترڅنګ د غزې، ایران، سوریې، لبنان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ساحل سیمې، روانډا، سومالیا، بولیویا او هایټي په اړه د خپلو ګډو سیاسي لومړیتوبونو په اړه بحث کړی دی په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا او قطر چارواکو د سولې پر بنسټ د راتلونکي جوړولو او د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه هم خپل نظرونه شریک کړي دي په دې خبرو اترو کې د افغانستان موضوع په داسې حال کې شامله شوې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې پر مهال د واشنګټن او کابل ترمنځ اړیکې لا هم له نامعلوم وضعیت سره مخ دي تر اوسه د افغانستان په اړه د دغو خبرو د مشخصو پایلو او احتمالي پرېکړو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2131
-
اخبار افغانستان
1152
-
مقاله
843
-
سیاست
419
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl