news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل : فرانسه افغانو ښځو او نجونو ته د تحصیلي بورسیو شمېر زیاتوي

د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل : فرانسه افغانو ښځو او نجونو ته د تحصیلي بورسیو شمېر زیاتوي

د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل : فرانسه افغانو ښځو او نجونو ته د تحصیلي بورسیو شمېر زیاتوي

(بریانیوز چهارشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو ویلي، هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ هڅې زیاتوي او په پام کې لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې سلګونو افغان نجونو ته په فرانسوي پوهنتونونو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي
بارو ویلي، فرانسه به راتلونکی کال افغان ښځو او نجونو ته ۸۵ تحصیلي بورسیې ورکړي او په بل کال کې به ۲۰۰ افغان نجونې د لوړو زده‌کړو لپاره د دغه هېواد پوهنتونونو ته وروبولي
نوموړي د افغانستان د ښځو وضعیت ته په اشارې ویلي، په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو حالت ورځ تر بلې خرابېږي او د هغوی د زده‌کړو او نورو اساسي حقونو محدودېدل د اندېښنې وړ دي
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د تحصیلي بورسیو له لارې غواړي هغوی ته د زده‌کړو او علمي پرمختګ فرصتونه برابر کړي
دغه اقدام په داسې حال کې اعلانېږي چې په افغانستان کې ګڼې ښځې او نجونې د لوړو زده‌کړو او مسلکي پرمختګ له فرصتونو محرومې دي او د زده‌کړو د دوام لپاره د هېواد له پولو بهر د فرصتونو په لټه کې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto