نړیوال بانک: افغانستان د ډیجیټلي مالي خدمتونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی
(بریانیوز دوشنبه (۲/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
نړیوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان په ګډون د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د ډیجیټلي عامه زېربناوو او برېښنايي مالي خدمتونو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په ګډون له ۲۱ هېوادونو څخه یوازې ۱۲ یې د چټکو برېښنايي تادیاتو سیسټمونه لري
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د ډیجیټلي پېژندنې، برېښنايي راکړې ورکړې او معلوماتو شریکولو اړوند سیسټمونه لا هم له ګڼو نیمګړتیاوو سره مخ دي او په دې برخو کې د پام وړ پرمختګ ته اړتیا شته
نړیوال بانک افغانستان، سوریه، لبنان او یمن د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړي چې جګړو او سیاسي بېثباتۍ یې ډیجیټلي زېربناوې زیانمنې کړې دي
د راپور په وینا، د ډیجیټلي زېربناوو کمزورتیا د خلکو مالي خدمتونو، سوداګریزو فرصتونو او عامه خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2115
-
اخبار افغانستان
1144
-
مقاله
842
-
سیاست
419
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl