اریانا هوایي شرکت: مسکو او اسلاماباد ته د الوتنو ټکټونه ارزانه کړي
(بریانیوز چهارشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
اریانا افغان هوایي شرکت اعلان کړی چې مسکو او اسلاماباد ته د خپلو الوتنو د ټکټونو بیې یې راکمې کړې دي
د دغه شرکت د اعلان له مخې، مسکو ته د هر مسافر د ټکټ بیه له ۶۵۰ ډالرو څخه ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده. دغه بدلون د هغو مسافرینو لپاره د سفر لګښتونه کموي چې غواړي د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر وکړي
همداراز، اسلاماباد ته د الوتنو د ټکټونو په بیو کې هم کموالی راغلی دی. د شرکت د معلوماتو له مخې، د دغو ټکټونو بیې چې مخکې ۲۵۰ ډالره وې، اوس ۲۰۰ او ۱۷۰ ډالرو ته راټیټې شوې دي
اریانا هوایي شرکت د ټکټونو د بیو د کموالي د اعلان ترڅنګ د دې بدلون د مودې، د الوتنو د مهالوېش او د ټکټونو د شرایطو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2125
-
اخبار افغانستان
1151
-
مقاله
843
-
سیاست
419
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl