news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ناوي پیلای: په افغانستان کې به جنسیتي اپارتایډ پای ته ورسېږي

ناوي پیلای: په افغانستان کې به جنسیتي اپارتایډ پای ته ورسېږي

ناوي پیلای: په افغانستان کې به جنسیتي اپارتایډ پای ته ورسېږي

(بریانیوز سه شنبه (۳/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوي پیلای د مادرید په څلورمه غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به جنسیتي اپارتایډ پای ته ورسيږي
نوموړې ویلي، طالبانو ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول له زده‌کړو او کار کولو څخه محرومې کړې دي. د هغې په وینا، د ښځو پر وړاندې دا ډول محدودیتونه د هغوی پر ژوند، ټولنیز حضور او راتلونکي ژورې اغېزې لري
پیلای د طالب مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د پرېکړې هرکلی هم کړی او دا یې د حساب ورکونې په برخه کې مهم اقدام بللی دی
هغې زیاته کړې چې په عام محضر کې د خلکو سنګسارول د بشري کرامت ښکاره نقض دی او د هغې په وینا، طالبانو په وروستیو کې دا ډول کړنې زیاتې کړې دي
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي او په دې سختو شرایطو کې یې یوازې پرې نه ږدي. هغې ټینګار کړی چې د افغان ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره باید نړیوال ملاتړ او همغږي پیاوړې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto