بدخشان : واخان کې د واورین پړانګ په برید کې ۲۲ پسونه او وزې وژل شوي
(بریانیوز سه شنبه (۳/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د واورین پړانګ په برید کې د یوه ځايي اوسېدونکي ۲۲ څاروي وژل شوي دي
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولانو ویلي، پېښه د واخان ولسوالۍ د ورګند پایان کلي کې تېره ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته
شوې ده

د دغه ریاست د پلان عمومي مدیر او د پروګرامونو همغږي کوونکي، کیکاووس تکساري ویلي، د واخان ملي پارک له آمریت څخه دوی ته په رسېدلي راپور کې راغلي چې د سیمې د یوه اوسېدونکي، شبنه نومیاړوند، ۱۵ پسونه او اووه وزې د واورین پړانګ په برید کې وژل شوي دي
تکساري زیاته کړې، واورین پړانګ د غرنیو سیمو له غوښهخوړونکو وحشي ژوو څخه دی او پر کورنیو څارویو یې برید ښایي د طبیعي ښکار د کمښت او لوږې له امله شوی وي
نوموړي د څارویو د ساتنې د مناسب تدابیرو پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په څړځایونو او غرنیو سیمو کې د څارویو د کافي ساتنې نشتوالی د وحشي ژوو د بریدونو خطر زیاتوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2118
-
اخبار افغانستان
1146
-
مقاله
843
-
سیاست
419
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl