اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران غني شوی یورانیم چین ته سپاري!

ایران غني شوی یورانیم چین ته سپاري!

العربیه رسنۍ د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ایران هوکړه کړې خپل غني شوي یورانیم چین ته انتقال کړي، څو دغه مواد د امریکا له لاسرسي لرې وساتل شي.

بریانیوز( جمعه، ٨ جوزا ١٤٠٥)

د سرچینو په وینا، تهران تر هغې مخکې چې له واشنګټن سره وروستۍ هوکړې ته ورسېږي، غواړي له چین څخه لازم تضمینونه ترلاسه کړي.

راپور زیاتوي، چې ښایي د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم دوحې ته سفر وکړي.

په همدې حال کې، د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ، د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د چین ولسمشر شي جين پینګ په بیجینګ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي دي.

د چین رسمي خبري اژانس «شین‌هوا» ویلي، چې دغه لیدنه وروسته له هغې ترسره شوه چې شهباز شریف په همدې ورځ د چین له لومړي وزیر لي چیانګ سره خبرې وکړې.

العربیه ته سرچینو همداراز ویلي، چې عاصم منیر د شهباز شریف او د چین د لومړي وزیر په غونډه کې ګډون درلود او اسلام‌اباد ټینګار کوي، چې بیجینګ باید د ایران او امریکا ترمنځ په هر احتمالي تړون کې د ضامن رول ولوبوي.

پاکستاني تلویزیون هم د دغو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې عاصم منیر، چې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو مهم مذاکره کوونکی بلل کېږي، د شهباز شریف په مشرۍ چین ته سفر کړی څو له چینايي ډیپلوماټانو سره خبرې وکړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto