اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ایران جګړې پر مهال په عراق کې د سعودي هوايي بریدونو

د ایران جګړې پر مهال په عراق کې د سعودي هوايي بریدونو

د ایران جګړې پر مهال په عراق کې د سعودي هوايي بریدونو

بریانیوز( دوشنبه، ۱۱ جوزا ١٤٠٥)

د منځني ختیځ د وروستیو کړکېچونو په لړ کې تازه راپورونه څرګندوي چې د ایران او د امریکا ـ اسراییلو ترمنځ د جګړې پر مهال سعودي عربستان په عراق کې د ایران پلوه وسلوالو ډلو پر ځینو مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړي دي

 د راپور له مخې، سعودي جنګي الوتکو هغه سیمې په نښه کړې چې د ایران ملاتړو شیعه وسلوالو ډلو پورې تړلې بلل کېدې او د عراق ـ سعودي پولې ته نږدې موقعیت یې درلود. راپور زیاتوي چې دغه بریدونه د هغو راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې شوي چې د خلیجي هېوادونو پر ضد ترسره کېدل

سرچینې وایي، د جګړې له پراخېدو وروسته د سیمې ګڼ هېوادونه د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو سره مخ شول. سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو له دې وړاندې هم بغداد ته خبرداری ورکړی و چې د خپلې خاورې دننه د هغو وسلوالو ډلو فعالیتونه محدود کړي چې د ایران له ملاتړ برخمنې دي

د راپورونو له مخې، دغو وسلوالو ډلو د عراق له خاورې څخه د سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو پر لور د څارنې بې‌پیلوټه الوتکې کارولې او د پوځي او امنیتي معلوماتو د راټولولو هڅې یې کولې. امنیتي سرچینو ویلي چې ځینې راکټي بریدونه او د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې د عراق له جنوبي او لوېدیځو سیمو ترسره کېدې

که څه هم سعودي عربستان تر اوسه په رسمي ډول د دغو بریدونو بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي، خو لوېدیځو او سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې ریاض د خپلو امنیتي تاسیساتو او انرژۍ د مرکزونو د خوندي ساتلو لپاره دغه ګامونه اخیستي دي. ځینې راپورونه دا هم څرګندوي چې د جګړې په سختو پړاوونو کې سعودي عربستان او متحده عربي امارات دواړو د ایران او د هغه د ملاتړو ډلو پر ضد پټ پوځي اقدامات ترسره کړي وو

سیاسي شنونکي باور لري چې دغه بریدونه د سیمې د امنیتي وضعیت د لا پېچلتیا نښه ده. د دوی په وینا، عراق د ایران پلوه ډلو، سیمه‌ییزو سیالیو او نړیوالو فشارونو ترمنځ په یوه حساسې جغرافیایي نقطه بدل شوی او هر ډول پوځي اقدام کولای شي د کړکېچ لمن نوره هم پراخه کړي

له بلې خوا، د ایران او سعودي ترمنځ هغه ډیپلوماټیکې هڅې چې په وروستیو کلونو کې د اړیکو د ښه کېدو لپاره پیل شوې وې، د جګړې له امله له جدي ازموینې سره مخ شوې دي. څارونکي وایي، که څه هم دواړو هېوادونو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړیکې ساتلې، خو وروستیو پوځي پېښو وښوده چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم نازک او د چټکو بدلونونو وړ دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto