اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د اسراییلو پرله‌ پسې هوايي بریدونو د لبنان په جنوب کې مرګ‌ژوبله زیاته کړې

د اسراییلو پرله‌ پسې هوايي بریدونو د لبنان په جنوب کې مرګ‌ژوبله زیاته کړې

د اسراییلو پرله‌ پسې هوايي بریدونو د لبنان په جنوب کې مرګ‌ژوبله زیاته کړې

بریانیوز( دوشنبه، ۱۱ جوزا ١٤٠٥)

د لبنان په جنوب کې د اسراییلو د پراخو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. سیمه‌ییزو سرچینو او روغتیايي چارواکو ویلي چې دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ د جنوب پر بېلابېلو سیمو ترسره شوي او د استوګنې کورونو، عامه تاسیساتو او روغتیايي مرکزونو ته یې هم زیان رسولی دی

د راپورونو له مخې، د صور ولسوالۍ اړوند په «العباسیه» ښارګوټي کې د اسراییلو په یوه برید کې څلور کسان وژل شوي دي. همدارنګه د «دیرالزهراني» سیمې په «حی العرب» کې د څو پرله‌پسې بریدونو له امله اته کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. سرچینې وایي چې په دغو بریدونو کې ګڼ استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي او د ژغورنې ډلې لا هم د زیانمنو شویو سیمو د پلټنې چارې پر مخ وړي

په «جدیده انصار» سیمه کې د یوه بل برید له امله درې کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. همدارنګه د «عدیسه» په سیمه کې پر یوه موټرسایکل د برید له امله درې نور کسان ژوبل شوي دي

راپورونه دا هم څرګندوي چې د صور ښار د «حیرام» روغتون ته نږدې په یوه برید کې ۱۳ روغتیايي کارکوونکي او نرسان ټپیان شوي دي. روغتیايي سرچینو ویلي، د روغتون شاوخوا سیمو کې د چاودنو له امله د بیړنیو مرستو چارې له ستونزو سره مخ شوې او د ټپیانو د لېږد بهیر یې اغېزمن کړی دی

دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې د اسراییلو او لبنان ترمنځ کړکېچ په بې‌ساري ډول پراخ شوی دی

د وروستیو میاشتو راهیسې د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ نښتې زیاتې شوې او دواړو لورو یو بل د اوربند له سرغړونو تورن کړي دي. اسراییلي ځواکونو په جنوبي لبنان کې خپلې پوځي کړنې پراخې کړې او ځینې ستراتیژیکې سیمې یې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي

د لبنان چارواکي وایي چې روان بریدونه د ملکي وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي او زرګونه کورنۍ یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړې دي. د نړیوالو بنسټونو په وینا، د جګړې له پراخېدو سره د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر هم په چټکۍ لوړېږي او بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي

سیاسي شنونکي باور لري چې که د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ژر اغېزمن ګامونه پورته نه شي، نو د لبنان او اسراییلو ترمنځ روانه جګړه کولای شي د سیمې د لا پراخې بې‌ثباتۍ لامل شي او د منځني ختیځ امنیتي وضعیت نور هم پیچلی کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto