کابل د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین نوې ونډه وستایله
بریانیوز( دوشنبه، ۱۱ جوزا ١٤٠٥)
کابل د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سلا مشورو او پرېکړه لیکونو د چمتو کولو د مسئولیت د چین له لوري پر غاړه اخیستل یو مهم او هیله بښونکی ګام بللی دی
د افغانستان د چارو څارونکي وایي، چین په داسې مهال د امنیت شورا د «قلم لرونکي هېواد» مسئولیت پر غاړه اخلي چې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزو اړیکو په برخه کې د نوې همغږۍ اړتیا تر بل هر وخت زیاته احساسېږي
د چین له دې نوې ونډې سره تمه کېږي چې د افغانستان اړوند موضوعات به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په لا پراخ لید، متوازن دریځ او رغنده تګلارې وڅېړل شي
شنونکي باور لري چې بیجینګ کولای شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د ثبات، پرمختګ او نړیوال تعامل لپاره اغېزمن رول ولوبوي
کابل د چین له دې ګام هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان په اړه راتلونکې پرېکړې به د هېواد د ملي ګټو، اقتصادي ودې، سیمه ییز اتصال او د خلکو د هوساینې پر بنسټ ولاړې وي
کارپوهان وایي، د امنیت شورا په کچه د چین مخکښ رول ښایي د افغانستان د موضوع په اړه د نړیوالو بحثونو نوی پړاو پرانیزي او د رغنده خبرو اترو لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1673
-
اخبار افغانستان
743
-
مقاله
354
-
سیاست
96
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl