اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایراني چارواکي: د ولسمشر پزشکیان د استعفا راپورونه بې‌بنسټه دي

ایراني چارواکي: د ولسمشر پزشکیان د استعفا راپورونه بې‌بنسټه دي

ایراني چارواکي: د ولسمشر پزشکیان د استعفا راپورونه بې‌بنسټه دي

بریانیوز( دوشنبه، ۱۱ جوزا ١٤٠٥)

د ایران د اطلاعاتو دولتي شورا رییس، الیاس حضرتي، د هغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی چې ګواکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان استعفا ورکړې ده

حضرتي ویلي، ولسمشر پزشکیان هېڅ ډول استعفا نه ده وړاندې کړې او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري. د هغه په وینا، دا ډول خبرونه د ایران د کورني وضعیت د ګډوډولو او د عامه افکارو د مغشوشولو په موخه خپرېږي

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران د دولت چارې په عادي ډول روانې دي او د ولسمشر د استعفا په اړه ټولې ادعاوې ناسمې دي

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې تېره شپه په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې ولسمشر مسعود پزشکیان د پاسدارانو له ډلې سره د اختلافاتو له امله خپل مذهبي مشر ته د استعفا لیک استولی دی

خو ایراني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې او هغه یې د اوازو او ناسمو معلوماتو برخه بللې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto