د نورستان د کروندګر زینالاسلام د قتل په اړه تازه جزئیات؛ خلک د عدالت او شفافې څېړنې غوښتنه کوي
بریانیوز - پنجشنبه، ١٤ جوزا ١٤٠٥
بریانیوز د نورستان ولایت د مرکز پارون د اشیټوي کلي د اوسېدونکي او کروندګر زینالاسلام د قتل د قضیې په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د یادې پېښې اصلي تورن محمود نومېږي، چې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی دی او دا مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له قراردادیانو څخه ګڼل کېږي.
سرچینو بریانیوز ته ویلي چې هڅې روانې دي څو محمود له نورستان څخه کابل ته ولېږدول شي. همدارنګه د مقتول پر کورنۍ فشارونه اچول شوي، څو د قضیې په اړه چوپتیا خپله کړي او نورې ادعاوې مطرح نه کړي.
په دې قضیه کې ښکېلو سرچینو ادعا کړې چې تورن محمود د حاجي بشر نورزی د خپلوانو دی او د کندهار د امنیې قوماندانۍ اړوند د لویې لارې قوماندان ذوالفقار، د بلخ لپاره د طالبانو والي حاجي محمد یوسف وفا او ځینې نورې اغېزناکې کړۍ د تورن محمود ملاتړ کوي.
سرچینې زیاتوي چې محمود د بوټانو او چپلکو یو لوی سوداګر دی او د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال یې په کندهار کې د طالبانو له مهمو مالي ملاتړو څخه شمېرل کېده. د دغو سرچینو په وینا، هغه وسله چې د زینالاسلام د قتل لپاره کارول شوې، د قوماندان ذوالفقار له خوا محمود ته ورکړل شوې وه.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي باور لري چې دا پېښه عمدي قتل و. د دوی په وینا، مقتول لومړی د خولې له برخې ویشتل شوی او وروسته پرې د خیټې په برخه کې هم ډزې شوې دي.
ځايي خلک وایي هغه ویډیو چې د طالبانو له خوا خپره شوې، له اصلي پېښې سره بشپړ تړاو نه لري او د دوی په باور، د ویډیو د خپرولو هدف د قضیې د اصلي جزییاتو پټول دي.
د نورستان اوسېدونکي ادعا کوي چې په ولایت کې په مهمو اداري بستونو کې داسې کسان ګمارل شوي چې د خلکو د عزت، مال او حقونو ارزښت نه پېژني او د واک له موقف څخه ناوړه ګټه اخلي.
د خلکو په وینا، په ادارو کې فساد او رشوت اخیستل پراخ شوي او داسې کومه اغېزمنه مرجع نه شته چې د ولس شکایتونو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي. دوی وایي، په ډېرو ادارو کې د شیخ، شیخالمشایخ، مولوي او قاري صاحب تر لقبونو لاندې اشخاص مقرر دي، خو آن په عادي چارو کې هم له خلکو د رشوت غوښتنې شکایتونه موجود دي.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په ولایت کې د اداري ګومارنو پر مهال د وړتیا او مسلکي تجربې پر ځای د قومي، شخصي او تنظیمي اړیکو اغېز زیات لیدل کېږي. د دوی په باور، ځینې هغه کسان چې په لوړو بستونو کې ګمارل شوي، د نورستان له ټولنیز جوړښت، د کروندګرو له ستونزو او د سیمې له اړتیاوو سره کافي بلدتیا نه لري.
د نورستان اوسیدنکی ادعا کوي چې د صوابۍ، شامنصور او باباجي له غیري معیاری مدرسو سره تړلي اشخاص او همدارنګه د قاري زینالعابدین او مولوي نورجلال نږدې کسان د قومپالنې او شخصي اړیکو پر بنسټ په ځینو مهمو بستونو کې مقرر شوي دي. د دوی په وینا، د دغو ګومارنو او ناسمو کړنو زیان اوس د نورستان عام ولس ته رسېږي.
د نورستان اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي چې د زینالاسلام د قتل قضیه په شفاف او بېطرفه ډول وڅېړي، د قانون له مخې د مسؤلو کسانو حساب واخلي او د خلکو شکایتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی همداراز غوښتنه کوي چې د اداري فساد، رشوت او د ګومارنو په بهیر کې د احتمالي بېعدالتۍ په اړه دې جدي اقدامات وشي او د وړتیا پر بنسټ د اشخاصو د ټاکلو لپاره دې شفاف میکانیزم رامنځته شي.
د نورستان اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې که د عدالت د تامین، د خلکو د حقونو د خوندیتوب او د ولسي شکایتونو د اورېدو لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، نو د ولسي ناراضۍ او اعتراضونو د زیاتېدو احتمال شته.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?