news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان: د افغانستان له پولې د بندېدو او سوداګریزو خنډونو له امله له ۱.۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی

پاکستان: د افغانستان له پولې د بندېدو او سوداګریزو خنډونو له امله له ۱.۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی

پاکستان: د افغانستان له پولې د بندېدو او سوداګریزو خنډونو له امله له ۱.۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی

بریانیوز(پنجشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥

پاکستاني چارواکي وایي چې له افغانستان سره د پولې تړل کېدو او په سیمه‌ییزو سوداګریزو لارو کې د رامنځته شویو خنډونو له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته له ۱.۴ میلیاردو ډالرو زیات زیان اوښتی دی

د چارواکو په وینا، د سرحدي تګ راتګ محدودېدل او د سوداګریزو لېږدونو ځنډ د صادراتو او وارداتو پر بهیر منفي اغېز کړی، چې له امله یې سوداګر، صنعتکاران او د لېږد رالېږد سکتور له جدي ستونزو سره مخ شوي دي

راپورونه ښيي چې د مهمو سوداګریزو لارو بندښت د توکو د رسولو بهیر ټکنی کړی او ګڼ شمېر سوداګریز مالونه د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې دي، چې دې وضعیت مالي زیانونه نور هم زیات کړي دي

پاکستاني مسئولین باور لري چې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ترانزیټي فعالیتونو دوام د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی او د سرحدي لارو پرانیستل کولی شي د سوداګریزو اړیکو د عادي کېدو او اقتصادي زیانونو د کمېدو لامل شي

اقتصادي شنونکي وایي چې افغانستان او پاکستان د یو بل مهم سوداګریز شریکان دي او د سرحدي لارو هر ډول اوږدمهاله بندښت نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد اغېز کوي، بلکې د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ پر بهیر هم منفي سیوری غوړوي

دغه څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او سرحدي تګ راتګ په اړه اندېښنې لا هم دوام لري او سوداګریزې کړۍ د ستونزو د ژر حل غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto